اسلام او سوله ييز ژوند

 

ګل رحمن رحماني

د اسلام مبارک دين د اسماني اديانو تر ټولو وروستۍ او بشپړ دين دی. اسلام تل خپلو پيروانو ته د ورورګلوۍ، سولې،او په ټول چارو کې د منځلارۍ لاښوونه کړېده. د اسلام د  ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) سيرت په خپله د ټولې نړۍ لپاره د ښواو نېکو اخلاقو او په ټولنه کې  په سوله امن او د ښه ژوند تېرولو يوه بېلګه ده، قرانکريم دوى ټول سولې او ورورلۍ ته را رابولي.

ځکه خو  ټول مسلمانان له يو بل سره د مخامخ کېدو پر مهال تر هرڅه دمخه  د السلام عليکم ورحمته الله و برکاته په ويلو سره د يو بل هرکلی کوي. په دې مانا چې يو بل ته  له خپله اړخه د سلامتۍ ډاډ ورکوي. د سلام دغه کلمه په حقيقت کې په الفاظو سره د مسلمان د داخلي نيت او سوله غوښتونکې ارادې څرګندونه او تصديق  کوي.

اسلام د سولې، سلامتيا او صميمت دين دى او خپله د اسلام کلمه هم له سلم نه مشتق شوې چې په دې توګه د بشر د سلامتي او ارامي د تضمين مانا ورکوي، په همدې ډول د اسلام بله مانا هم د خداى تعالى امر ته تسليمېدل هم ورکړل شوې ده.

د اسلام موخه په هر  وخت کې د يوې سوليزې ټولنې رامنځ ته کول دي. ځکه چې له سولې او امن پرته  وده او پرمختيا امکان نه  لري. د انسان مادي، ظاهري او  روحي  سپېڅلتيا او پرمختګ يوازې د سولې په موجوديت کې امکان لري، ځکه نو د يوې ښې، پرمخ تللې ټولنې رامنځ ته کولو لپاره سوليز چاپېريال ډېر مهم ګڼل کېږي.

مطالعاتو څرګنده کړې چې په ټولنه کې د شخړو او جګړو  اصلي لاملونه او رېښې په ټولنه کې شته نا برابرۍ، توپيري چلند، ټولنيزه بې عدالتي او وګړو ته په يوه سترګه د نه کتلو څخه سرچينه اخيستې.

دا ټول ددې حقيقت څرګندونه کوي چې تر څو په ټولنه کې دغه نابرابرۍ، توپيري چلند او بې عدالتۍ له منځ نه وي تللې، نو تر هغه د يوې تلپاتې سوله ييزې ټولنې رامنځ ته کېدل امکان نه لري، همدا لامل دى چې د اسلام  مبارک دين په ټولنه کې د تلپاتې سولې د رامنځ ته کولو لپاره د عدالت، مساواتو او برابرۍ په  څېر بنسټيز اصول وړاندې کړي دي.

په قرانکريم کې دوې کلمې(صلح) او (سلم) په لسګونو ځله ذکر شوې چې ژوره مانا لري او له ځانګړې اهميت څخه برخمنې دي. سلم په لغت کې له ظاهري او باطني افتونو او ناروغيو څخه لرې والي ته واي. په قران کريم کې راغلي دي:‎(( اذجاء ربه بقلب سليم)) يانې چې ابراهيم (ع) د خداى ج له لوري، له شرکه  په پاک او سالم زړه خلکو ته بلنه ورکړه.

په بل ځاى کې همدا کلمه(سلم) بيا له سولې او سوله ييز سره په مترادفه بڼه راغلې ده. خداى تعالى فرمايي:(( يا ايها الذين آمنوا ادخلوا في السلم كافه)) ياني اې هغو کسانو چې ايمان مو راوړى، ټول په سلامتيا او صميميت کې داخل شئ.))

د قران کريم له نظره (سلم) له سولې څخه ډېر اوچت او تلپاتې دى. د سلامتۍ او امنيت مانا لري او د يوې لنډمهاله سولې بڼه نه لري. قرانکريم په لنډون او روښانه ډول سره د جګړې په پرتله سوله غوره ګڼي او په الله تعالى فرمايي: وَالصُّلْحُ خیر  النساء / ۱۲۸ژباړه: او سوله غوره  ده.

 

سلم همدارنګه د عادلانه سازش او همپالنې په مانا هم راغلې ده:(( و ان جنحوا للسلم فاجنح لها)) ياني که چېرته يې سولې ته ميلان وښود، ته هم هغوى ته ميلان وکړه.)) په بل ځاى کې راغلي دي:((… فَإِنِ اعْتَزَلُوْكُمْ فَلَمْ يُقَاتِلُوْكُمْ وَأَلْقَوْا إِلَيْكُمُ السَّلَمَ فَمَا جَعَلَ اللهُ لَكُمْ عَلَيْهِمْ سَبِيْلاً.)) (سورة النساء أية 90 ) ياني که چېرته کفار له تاسې ګوښه شول  او تاسې سره يې جګړه نه کوله، د سولې طرحه يې درته وړاندې کړه، نو خداى تعالى تاسې ته د هغوى په اړه سلطه( د يرغل حق)  نه ده درکړى.

 

قران کريم سوله يوازې د مسلمانانو د سولې او جوړښت لپاره نه ده ځانګړې کړې، بلکې له هغو غير مسلمانانو سره يې هم جايزه ګڼلې چې پر مسلمانانو يې ظلم او تېرى نه دى کړى او هوکړه ليکونو او ژمنو ته په درنه سترګه ګوري، نو پر دې بنسټ ويلى شو چې د اسلام اساس او اصل سوله ده، د اسلام مبين تل پر سوله ټينګار کړى، د سولې موضوع او سوله ييز ژوند د اسلام له ژورو او رېښه لروونکو موضوعاتو څخه دي.

 

سولې کلمې لغوي مانا سلامتيا، جوړښت او د خلکو له منځه د کرکې د له وړلو ته وايي چې صلاح او صالح هم له همدې کلمې سره ګده رېښه لري چې دا هم په ترتيب سره د عدل، انصاف، ښکلي او له هر ډول فساد څخه د لرې مانا ورکوي.

خداى تعالى د بقرې سورت په ٢٠٨ ايت کې فرمايلي دي: ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ ادْخُلُواْ فِي السِّلْمِ كَآفَّةً وَلاَ تَتَّبِعُواْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ)) سورت بقره، ٢٠٨ ايت . ژباړه: اې هغو کسانو چې ايمان مو راوړى دى، ټول په اسلام(سلامتيا) کې داخل شي، له شيطان څخه پيروي مه کوئ، ځکه چې هغه ستاسې ښکاره دښمن دى.

په دې مبارک ايت کې الله تعالى خپلو بندگانو ته امر کوي چې په بشپړه توګه په اسلام کې داخل شئ چې مانا يې سوله او تسليمېدل دي، خو هغوى چې له دې چارې ځان غړوي، د شيطان پيروان بلل کېږي. په دې مانا چې سلامتيا او سوله د اسلام کار دى او  ددې خلاف عمل د شيطان له کارونو څخه ګڼل کېږي.

که چيرې په خپله د اسلام د لفظ ريښې وڅېړل شي نو ددغه  کلمې رېښه د عربي ژبې د سِلم  څخه اخستل شوې ده چې د سولې او امن په مانا ده ځکه نو ويلی شو چې  اسلام د سولې او امن دين دی. په قرانکريم کې الله ج فرمايلي دي: وَإِن جَنَحُواْ لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَکَّلْ عَلَى اللّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ – الانفال / ۶۱

ژباړه: که چيرې دوی (کفار) سولې ته چمتو وي نو ته هم ورسره سوله وکړه( اې محمده)، او په الله ج باندې توکل وکړه ،بې شکه چې الله ج ښه او اوريدونکی او له هر څه څخه خبر دی.  په همدې ډول  اسلام مبارک دين د شخړې او په ځمکه کې د فساد خپرولو مخالف دی.

وَلاَ تَعْثَوْاْ فِي الأَرْضِ مُفْسِدِينَ . ژباړه : او تاسې په ځمکه کې فساد مه خپروئ. ځينو مفسرينو له فساد څخه موخه شخړه، نښته او جګړه بولي.

له همدې امله اسلام حکم کوي چې  په هره بيه  سوله  وغواړو، ان که چيرې د يو اړخيزې قرباني له لارې هم وي. د حديبې د سولې تړون ددې  ډول يو اړخيزه سولې يوه ښه بېلګه ګڼلی شو په کوم کې چې مسلمانانو له خوا د مقابل لورې نږدې ټولو شرطونو ته غاړه اېښودل  شوې وه.

د اسلام مبارک دين خپل پيروان د  مسلمانانو تر منځ د شخړو او لانجو د هوارۍ او حل لپاره هڅوي او حکم کوي:وَإِن طَآئِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُواْ فَأَصْلِحُواْ بَيْنَهُمَا فَإِن بَغَتْ إِحْدَيهُمَا عَلَى الْأُخْرَى‏ فَقَتِلُواْالَّتِى تَبْغِى حَتَّى‏ تَفِى‏ء إِلَى‏ أَمْرِ اللَّهِ فَإِن فَآءَتْ فَأَصْلِحُواْ بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُواْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ. (پاره 26 سوره الحجرات ايه 8)

ژباړه: که چيرې د مسلمانانو دوې ډلې په خپل منځې کې سره په شخړه او جګړه کې ښکېل شي، نو تاسې د هغوی تر منځ سوله وکړئ…

په احاديثو کې د سولې بيان

د سولې په اړه دا ډول ګڼ نور پيغامونه او لارښوونې هم په قرانکريم او احاديثو سربېره د اسلام خلفاوو او له هغې نه را وروسته زمانه کې د اسلامي خلافت په مشرتابه کې ليدلى شو چې سولې ته يې ارزښت ورکړى دى. غوره بېلګې يې نبوي احاديث هم دي.

په نبوي احاديثو کې هم پر سوله ډير ټينګار شوی دی.حضرت محمد(ص) په يوه حديث شريک کې د مسلمان د ځانګړتياو په اړه وايي المسلم من سلم السملمونه من لسانه ويده… ياني بشپړ  مسلمان هغه  دی چې نور څوک يې د ژبې او لاس له ضرر څخه خوندي وي.

په بل حديث شريک کې هم  پيغمبر(ص) فرمايلي دي. اې خلکو زه تاسې ته هغه شی ونه ښايم چې له روژې، لمانځه او له صدقې څخه زيات ثواب لري؟ هغوی ورته وويل چې ويې ښايه: هغه مبارک وفرمايل چې د شخړې په وخت کې د سولې راوستل.(ابوذر، باب اصلاح ذات البين)

دا هم د حضرت محمد( ص) خبره ده. له حضرت ام کلثوم بنت عقبه روايت دی چې هغې له  پيغمبر څخه اوريدلی دی چې ويل يې! که څو د خلکو تر منځ د سولې  لپاره نيکې خبرې وکړي نو درواغجن نه دی.(بخاري شريف، د سولې باب)

حديث شريف کې راغلي دي چې د هرې جمعې په شپه د خلکو اعمال خدای(ج) ته وړاندې کېږي، او د مسلمانانو لپاره د جنت  پرېکړه کېږي. که چيرته ددو مسلمانانو تر منځ منازعه موجوده وي، نو خدای (ج) فرمايي:(انظرو هذاين حتی يصلحا)، يعنې د سولې تر وخته پورې زه د دوی تر منځ د جنت پرېکړه نه کوم.

د حديبې د سولې تړون

که د اسلام تاريخ ته ولاړ شو او د اسلام د ستر پيغمبر سيرت او غزاګانې مطالعه کړو، نو د حديبې د سولې په تړون کې د سولې په اړه د اسلام مبارک دين پيغام او دريځ په ښه ډول درک کولى شو.   کله  چي  حضرت  محمد ( ص )  په  مکه  معظمه  کې  د کفارو د  لاسه  ډېر  په  عذاب  شو،  نو  يې  د  مدينې  د  خلکو ( انصارو)  په  بلنه  او  غوښتنه  يې مدينې  منورې  ته هجرت وکړ.

کله  چې  په  مدينه  کې  د  مسلمانانو  شمېر  زيات  شو،  نو  حضرت  محمد ( ص )  د  يو  زيات  شمېر  مسلمانانو  سره  په  ګډه  و  غوښتل  چې  د  حج  د  فريضې  د  ادا  کولو له  پاره   مکې  مکرمې  ته  سفر  وکړي،  خو د مکې  قريشو  مکې   ته  د  ننوتلو  اجازه  ورنه کړه.

د  هجرت  په  شپږم  کال  چې  د  حج  موسم را  نږدې  شو،  محمد ( ص )   مسلمانانو  ته  وويل : ((هغه  کسان  چې  غواړي  له  ما  سره  حج  ته  ولاړ  شي؛  ځانونه  دي  چمتو  کړي .))د هغه مبارک له دې غوښتنې سره    ١٤٠٠  مسلمانانو  د  حج  له  پاره  چمتو والى وښود او  د  مکې  پر  لور   روان شول.

بيا هم همغه ستونزه وه، له قريشو سره د  څو ورځو خبرو  او بحثونو وروسته  يې څو ورځې په حديبه کې تېر کړې ، مسلمانانو ويل چې شمېر يې زيات شوى، کولى شي چې د مکې له قريشو سره جګړه وکړي، خو محمد(ص) منعه کړل، همغه وو چې په پاى کې د دواړو خواوو تر منځ د حديبې د سولې تړون لاسليک شو.

په دې تړون کې يادونه شوې وه چې دواړه خواوې به بيا جګړه نه کوي، دا کال به مسلمانان له حج کولو پرته بېرته مدينې ته ځي، راتلونکى کال دې راشي، درې ورځې دې په مکه مکرمه کې د حج لپاره تېرې کړي، دا چې د حضرت محمد(ص) سوله خوښه وه، نو دا تړون يې لاسليک کړ، که  څه  هم  ډېر  مسلمانان  په دې  تړون له دې امله نا خوښه وو چې دوى ته يې شرطونه سخت ښکارېدل، خو وروسته وروسته په کې د مسلمانانو ګټې يو پر بل پسې راڅرګندې شوې

د سولې نړيوال ليد لورى

سوله يو لرغونى بشري ارمان دى او له دې امله چې له بل هر ارزښت نه زيات له خطر او ګواښ سره مخ وه، انسانانو تل له تيوريکي او عملي لارو هڅه کړې چې سولې ته د رسېدو لپاره يو مسير ولري.

يو غربي عالم  ډاکټر بېګدلي د جګړې د حقونو په نامه يوه کتل کې د يوه حقوق پوه له خولې ليکلي چې د بشر لپاره د پېژندل شوي ٣٤٠٠ کلن تاريخ په اوږدو کې انسانانو يوازې ٢٥٠ کاله په عمومي سوله کې ژوند کړى دى.

د نړۍ سياسي تاريخ د دولتونو  تر منځ د يو لړ داسې دوه اړخيزه او يا څو اړخيزه قرار دادونو او هوکړه ليکونو شاهد دى چې د سولې د راوستلو او همپالنې په برخه کې د بشري فعاليتونو يا انساني هڅو د يوې ګوښې څرګندونه کوي.

سوله د يوه ځواکمن هېواد لپاره ددې مانا لري چې ملي ګټې يې د نړۍ په هره برخه کې له ګواښ نه خوندي وي، هغه هېواد ته ددې وړتيا او امکان ورکوي چې له خپلو ټولو ګټو څخه ګټه واخلي او په ټوله کې د نړيوالې سولې پراخه مفهوم ته درناوى په نظر کې ونيسي.

خپله په سياسي فرهنګ کې هم سوله د نورو هېوادونو سره د عادي اړيکو په برخه کې د ارام حالت په مانا راغلې. سوله ييز ګډ ژوند د بېلابېلو هېوادونو تر منځ په اړيکو کې د حاکميت د حق اصولو د رعايت، د حقوقو برابرښت، خونديتوب، د هر کوچني و لوى هېواد ځمکنۍ بشپړتيا، د يو بل په کورنيو چارو کې د نه لاسوهنې او په نړيوالو موضوعاتو کې د پرېکړې مفهوم ورکوي.

پايله

په پاى کې يو ځل بيا ددې ويل اړين دي چې د اسلام مبارک دين د سولې او امن دين دى. بې ځايه شخړې، جګړي، تيري او تند لاريتوب ته په کې ځای نشته. نن سبا چې د ځينو تش په نامه مسلمانانو له خوا د اسلام تر نامه لاندې ځينې د اسلام ضد کارونه تر سره کېږي،  دا يواځې اسلام د  دښمنانو لخو ددغه مبارک دين د بدنامولو بې ځايه هڅې دي.

هغوی د مسلمانو تر منځ د نفاق په رامنځ ته کولو سره د نړۍ مسلمانان او ان چې د يو هېواد مسلمان وګړي په بېلابېلو نومونو او مختلفو پلمو او بهانو په خپل منځ کې سره ويشلي دي.

دوى  د مسلمانانو  تر منځ يې بېلابېلې سيمه ييزه، توکميزې او نورې ستونزې رامنځ کړې  چې ورسره هغو تر منځ شخړې، نښتې او جنګ جکړې رامنځ ته کوي او نړيوالو ته ښايي چې ګني مسلمانان تندلاري، وېره اچونکي  او جګړه پلوي خلک دي.

د اسلام دښمنان په خپلو پوچو تبليغاتو سره هڅې کوې چې دغه اسماني دين د نړيوالو په نظر کې لانجو، شخړو، نښتو،  جګړو، تندلاريتوب، ډار اچونې  او بالاخره يو وروسته پاته دين په توګه ور څرګند کړي.

دا يواځې د اسلام د رښتينو داعيانو او عالمانو دنده ده چې نړۍ ته د اسلام رښتيني بڼه او نړيوال سوله ييز پيغام وړاندې کړي او دا ورته ووايي چې تاسې اسلام په مسلمانانو او اوسنيو ډلو ټپلو نه، بلکې د اسلام پر اصولو( اسلام او حديثو) کې مطالعه کړئ او بيا ددغه اسماني رښتيني دين په اړه پرېکړه کوئ.

پاى

همچنین شاید مطالب زیر مورد پسندتان باشد...

افزودن یک دیدگاه

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *