زموږ په اړه

ولې باراني بنسټ؟

 فرید باراني د هېواد په پښتو او دري شعر کې هغه مطرح ادبي څېره ده چې نوم به یې د کړو خدمتونو او اثارو له برکته تلپاتې او تازه وي. نوموړی یو داسې انسان دی چې په خپل لنډکي عمر یاني اووه ویشتو کلونو کې یې پښتو او دري ادب ته د خپل شعر له لارې ډېر څه ورکړل، یوه انساني او بشري جذبه او مفکوره یې د خپل عمر تر وروستیو شېبو پورې په مینه او درنښت وپالـله.

نوموړي ددې تر څنګ د اسلامپوهنې، فلسفې، مذاهبو،انساني ډیالکټیک ، بېلابېلو فکري نظریو او تصوف په اړه هم په کم عمر کې ژورې څېړنې تر سره کړې، ددغه څېړنیزو ژبه یې پښتو او دري وه او د فورم له اړخه یې د مقالو بڼه ورکړه، خو ځینې مقالې یې داسې وې چې د یوه کتاب کچې ته رسېدې او مفاهیم یې خورا د لوړې کچې، خو عامه پوهاوي وړ وو چې ممکن یو لامل یې له انګریزي او الماني ژبو سره د نوموړي اشنايي وه.

باراني داسې یو انسان و چې د شخصیت بېلابېل اړخونه یې د نوموړي له شهادت وروسته په لا ښه توګه را څرګند شول، په ناستو او ادبي محفلونو کې ورباندې شننې او څېړنې وشوې، ادیبانو او پوهانو ورباندې لیکنې وکړې او د ټولو سپارښتنه دا وه چې اثار یې چاپ او د عامه ګټې وړ وګرځي. دا چې د نوموړي په ژوند یوازې د هغه یوه شعري ټولګه چاپ شوې وه او نورې لیکنې او شعرونه یې په کتابچو او ځینو وېبپاڼو کې خواره وو، نو اړینه وه چې چاپ او تر چاپ وروسته په انلاین بڼه هم د عامه لاس رسي وړ وګرځي او د هغه د مینه والو تنده خړوب کړي.

لکه څرنګه چې ټولو ته معلومه ده، ارواښاد باراني یو ټولنیز او خیرخواه انسان و، نرم او مهربان زړه یې درلود، له هر چا سره یې تر خپل توانه مرسته کوله، خو خپله یې یو ساده او بې تکلفه ژوند ځان ته غوره کړی و، خپل ځان یې وږی ساته او نورو ته یې د خولې مړۍ ورکوله، نو اړینه وه چې له مرګ وروسته یې هم دغه انساني او بشري لار یې تعقیب او وپالل شي.

د هغه د فکري جامعیت بل اړخ د نوموړي په عالي شعرونو کې درک او مشاهده کولای شو، دی یو داسې شاعر دی چې ځان یې د ژبې او قوم په محدوده کې نه دی را ایسار کړی، خو د حق او دین یو رښتینی مبارز او مجنون دی، ځکه خو موږ د نوموړي له وفات وروسته ژر تر ژره لاس په کار شوو، د نوموړي شعري ټولګه او ورپسې مو دادي بشپړ کلیات چاپ کړ، خو د هېواد له ګوټ ګوټ نه غوښتنې وې چې ددغه اثار یې نه دي تر لاسه کړي، زموږ لپاره یې ور استول ګران وو، نو مو هوډ وکړ چې دا هر څه په یوه وېبپاڼه کې انلاین کړو او ستاسې د لاس رسي وړ وګرځي.

موږ په له دې وروسته هم په ادبي او فرهنګي چارو کې د باراني د فکر او لارې له ادیبانو سره تر خپل توانه مرسته کوو او هم به د باراني پاتې اثار له اېډېټ او چاپ وروسته دلته هم په نوبت سره پر لیکه کوو او د ځینو اثارو دري او انګريزي ژباړې به یې هم ورسره مل وي. د باراني بنسټ د امتیاز حق د ارواښاد له کورنۍ سره خوندي دی او د هغه څو ملګري یې په مسلکي برخه کې د سمبالښت او مخته وړلو مسوولیت پر غاړه لري. په پای کې یادونه کوو چې په دې پانه کې ټول خپاره شوي مطالب په بنسټ پورې اړه لری، خو له نورو مطالبو چې ادب او فرهنګ ته ګټور تمامېږي، هم خپروي، له مطالبو یې ګټه اخیستنه او کاپي کول یوازې د مرجع او لیکوال د نوم یادونې سره مجاز دي.

درنښت

 باراني بنسټ اداره