شعور څه شی دی او له مادې سره څه اړیکه لري؟

ژباړه : نوراحمد اېمل

۱۱/۸/۱۳۹۲

کابل —- افغانستان

د بحث له پیل  څخه مخکي باید یادونه وکړو، چي  ټول انساني افکار، احساسات، ارادې، ټولنیزاغیزي او انساني عقاید د شعوري او فکري فعالیتونو په نامه نومول  کیږي. طبعي علوم او فلسفه مخکي له دې چي پورتنۍ پوښتني ته  کره ځواب ووايي خپله يې لویه او اوږده لاره وهلې ده.

نوی پوهي او علم دا ثابته کړې ده، چي شعور د مادې د اوږدمهالي پایلي، محصول او بشپړتیا ده، مادې او طبعيت له پخوا شتون در لودی، خو د انسان پیدايښت د نړۍ د بشپړېدو په لړ کي ډېر نږدې او نوی تاریخ لري، ددې لپاره، چي انسان منځ ته راشي او د فکر کولو توان ولري، نو د مادې د بشپړېدو لپاره  مېلیونها کلونو ته اړتیا وه، ولي چي شعور د هري مادې ځانګړتیا نه ده بلکه د هغی مادې ځانګړنه ده، چي په ښه ډول مرکبه او مجهزه وي. شعور د مادې د تکاملي محصول به ډول له مادې سره نه شلېدونکي اړیکي لري او تفکر او مغزي ماده هم نه بېلېدونکي فعالیت لري.

د روسې نامتو فیزیولوژيست (ایوان پاولوف) دا ثابته کړې ده، چي د انسان په مغز او په ځانګړي ډول د مغز په قشر کي یوه فیزیولوژيکي پروسه جریان لري، چي د ټولو رواني فعالیتونو اساس او بنسټ تشکیلوي. د ځینو کړونو، احساس، ادراک، خواشینو، خوشحالیو او رواني پرېشانیو مرکز ګڼل کیږي. د پاولوف له ډيریو تجربو څخه دا پایله په لاس راځي، چي رواني فعالیتونه د فیزیولوژیکي فعالیتونو پایله ده او د مغز په یوه ټاکلې برخه کي صورت نیسي.

خوب د مغز د مجموعي قشري فعالیت یوه لنډ مهاله دمه( وقفه) ده او د خوب په وخت کي د تفکر او تصور لړۍ پرې کيږي.

په حقیقي ډول سره مغز او فیزیولوژيکي پروسې د انساني تصور اساس او بنسټ جوړ وي پرته له دې بنسټه د فکر کولو شتون په انسان کي  دفهم وړ نه دی، اما آیا یوازي د مغز شتون د انساني شعوري فعالیت لپاره کافي دی؟ آیا له چاپیریالي او ټولنیزو اړیکو پرته موږ او تاسو فکر کولای سو؟ نه! ځکه مغز په یوازي ډول (خود به خوده) د فکر کولو توان او طاقت نه لري.

احساس پرته له ليدلو، اورېدلو او بویولو له قووه نسي کېدای، چي په مغزو کي تولید شي او هر هغه څه چي بېرون له موږ څخه شتون لري پر احساس باندي نېغه اغیزه کوي يعني رنګونه، بویونه، ږغونه او په ټولیز ډول طبعي پدیدې  دا ټول زموږ پرحسي اعضاو اغیزه کوي او دا اغیزي د د عصابو له لاري  قشري لوی مغز ته لېږدي او هلته دی، چي احساس منځ ته راځي.

ادراک او تجسم هم لکه فکر کول د احساس په مټ منځ ته راځي او همدارنګه ادراک، تصور، افکار او زموږ فکرونه د طبعيت یو انعکاس او د طبعي پدیدو نېغ غبرګون دی، کله چي زموږ مغز په طبعي چاپیریال کي څه وويني هغه اخلي او وروسته  يې تحلیل او تجزیه کوي، دغه تجزیه او تحلیل د انساني شعور او فکر ځانګړنه ده.

څرنګه چي مو د لیکني په پیل کي یوه پوښتنه مطرح کړې وه، ځواب يې په دې ډول ورکو:

شعور د مادې عالي، مجهز او مرکب ځانګړی صفت دي يعني د انسان مغز دی، چي  مادي نړۍ(جهان)  منعکسه کولای سي.

په ۱۹ پيړۍ کي د اورپا ځينو فلسفه و، چي د هغوی له ډلي( کارل فوکت) المانی فیلسوف وايي: (( تفکر د مادې یو مخصوص ډول دی، چي د مغز په وسیله ترشح کيږي)) دا یو تېروتلی نظریه وه، خو تفکر د مغز یو ځانګړی صفت دی، ولي په دې وجه چي یوه ځانګړې ماده نه ده. که چیري تفکر خپله یوه ماده وايي بیا به  د تفکر او مادې ترمنځ توپیر نه واى!

 

 

همچنین شاید مطالب زیر مورد پسندتان باشد...

افزودن یک دیدگاه

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *