د ماشومانو اروایي خواړه

 

ژباړن: خالص ادیب

اول: مینه او ناز ورکول ماشومانو ته رواني غذا ده، څومره مو چې وس وي باید خپلو ماشومانو ته دا خواړه ورکړئ؛ خو بد کول او له نورو کسانو سره په ګناه کولو باندې ماشومان باید په نرمه لهجه پوه کړو، تر څو په ټولنه کې د مینې خورو وسیلې شي.

دویم: دېری ماشومان په شپږ کلنۍ کې له یو بل څخه جدا کېږي؛ خو د ماشومانو شخصیت هغه وخت تغیر کولای شي څه رنګه چې موږ ځان د خپل ځان د غوښتنې مطابق جوړ کړو؛ خو په یاد ولرئ، څه رنګه چې موږ غواړو هغه ډول مو ماشومان نه جوړېږي؛ بلکې هغه ډول جوړېږي څنګه چې موږ یو.

درېیم: کورنی او بېرونی نظم وپېژنئ، په کور کې مو ماشومان پرېږدئ چې په آزاده توګه مستۍ وکړي؛ خو د بېرون ولاړه او ناسته ور وښایاست؛ او په په وعدو مو ماشومان مه روږدي کوئ.

څلورم: خپل ماشومان مو له نورو سره مه پرتله کوئ چې دادې دوی په روحیه بده اغېزه کوي؛ مګر د داستانو او کیسو له لارې مو په اولادونو کې اصلاح رامنځته کړئ، ښکلي او په زړه پورې داستانونه مو اولادونو ته ښه ډېر ووایاست، له رسنیو او بدو سریالونو او فلمونو څخه یې لرې وساتئ.

پینځم:  شیطاني کول مو په ماشومانو کې د عقل ریښې له منځه وړي، کوښښ وکړئ چې ریښتني یې و روزئ، کنه که لوی شي په شخصیت یې بده اغېزه کوي؛ خو ماشومان مو په اوه کلنۍ کې په لمانځه ودروئ؛ ځکه چې لمونځ مو روحي او قلبي سکون د تل لپاره ماشومانو ته ورکوي.

شپږم:  ماشومانو ته مو قران کریم ور زده کړئ؛ ځکه چې قران کریم د دوی ذهن ته پراخته او پرورش ورکوي؛ مګر په دروغو دروغو مو ماشومانو مه وېروئ او د ځیرکۍ حس مو په ماشومانو کې پیاوړی کړئ.

اووم:  مور او پلار ته لازمه ده چې د ماشومانو په موجودیت کې هېڅ ډول شخړه ونه کړي او کوښښ وکړئ ماشومانو مو له مرګه مه وېروئ، په خاصه توګه د مور اوپلار له مرګه چې ماشوم ته ووایاست:« خدایه ماته مرک راکړې» بلکې د خپلو اولادونو وړتیاوې وپېژنۍ هغې ته رشته ورکړئ.

اتم: یوازې او یوازې د ماشومانو د خوشحالۍ نقطه د مور او پلار په څنګ کې د دوی شتون دی کوښښ وکړئ هېڅ کله یې له ځانه مه لرې کوئ او له مادي/معنوي اړخه یې مه بېغمه کېږئ؛ ځکه دې اړخونو ته توجو نه کول ماشومانو ته خطرناک دي.

نهم: خپلو ماشومانو ته مو ازادي ورکړئ؛ خو د ماشومانو تربیه په مور او پلار باندې واجب ده باید په ښه توګه یې روزنه وکړي.

همچنین شاید مطالب زیر مورد پسندتان باشد...

افزودن یک دیدگاه

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *