د نوښت په لټه

 

ازاد، نوی شعر چې ځینې یې په ناسمه توګه نظم هم بولي، زموږ په ادبیاتو کې لا ځوان دی، خو په همدې ځوانۍ کې یې هم ګڼ لوستونکي او مینه‌وال موندلي دي آزاد شعر د منځپانګې شعر دی، خو د فورم له اړخه هم هغومره باریکۍ لري، چې تر څو یې شاعر له کلاسیکو وزمونو او سېلابوتونیک جوړښت سره بلد نه وي، د انځور هستوونې په ټولو رموزو ونه پوهېږي، سخته ده چې په دې ځوان ځېل کې دې بریالۍ شاعري وکړای شي په آزاده شاعرۍ کې نوښت راوستلو ته ډېره شاعرانه او هنري زمکه (زمینه) شته، چې د بریالیو شاعرانو په بېلګو کې یې موندلای شو.

د ښاغلي نوښت په همزولې شاعرۍ کې، چې له بده مرغه د جګړې او سیاستبازیو له امله بیا د شعاري کېدو په لوري روانه ده، د نوښت څرک لږ ښکاري او دا زموږ د ګران نوښت د دغه مجموعې هڅې تر یوه بریده د هنري نوښت په لور د ګام پورته کولو یوه زلمۍ هڅه بللی شو. د ده د یوه شعر دغه برخه وګورئ:

یوله فریاد

او یو له چیغو نه لبرېزه سکوت

زما د ژوند په لېوني ستوني کې ځاله کړې

ښاغلی نوښت د ذهني انځورونو شاعر دی، د نویو او معاصرو مفاهیمو د شاعرانه کولو شاعر دی او بالاخره د خپل ژوند د هرې شاعرانه خاطرې د رندانه بیان شاعر دی. که څه هم د شاعرانه ژبې (یا د ژبې د شاعرانه کولو) تجربه یې لا ډېره زلمۍ او خامه ده، چې بویه په روزنه کې یې ډېره خواري وکړي.

هر شاعرانه مفهوم د خپلې هنري زمکې (شالید، بکګروند، چاپېریال) له ملرغوونې (تطابق) څخه رنګ اخلي،  ځکه خو په شعر کې دغې بنسټیزې اړتیا ته خیال ساتل پکار دي او زه باور لرم، چې د نوښت په څېر څیرمن او هوښیار شاعر کولای شي دا مهارت وروزي او ورو ورو د خپلې ژبې صیقل ته پام زیات کړي.

په شعر کې د واحدې ذهني فضا ساتل هم د پام وړکار دی او که کله دغه فضا بدلېږي، نو ښایي داسې پولې او پلونه ورته وتړل شي، چې لوستونکی یې له اوښتون سره په یوه روږدي ذهن پرمخ ولاړ شي، د ګران نوښت په شاعري کې دغې تجربې ته هم اړتیا لیدل کېږي، خو هغه څه چې د نوښت صاحب د راتلونکې پخې شاعرۍ زېری راکوي دغه د چوکاټ ماتونې جرئت او د ګڼشمېره وییپانګې کارونه ده. دغه زلمی شاعر یوازې د څو کلیوالو کلیماتو په شاربلو بسنه نه کوي او غواړي یوه براخه نړۍ فتح کړي.

زه د خپل دې لنډ یادښت په پای کې ګران نوښت ته د لاډېرو بریالیو پښتو او نړیوالو شاعرانو د لوستنې ترڅنګ د نورو تجربو سپارښتنه هم کوم او ډاډ ورکوم چې په نوښت پسې راوتلی کاروان به یې اخر د یوې بریالۍ شاعرۍ تر سوبې ورسوي.

همداسې ورځې هیله

عبدالغفور لېوال

همچنین شاید مطالب زیر مورد پسندتان باشد...

افزودن یک دیدگاه

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *