له ځانه وېره کوم
له ځانه وېره کوم
له خپل کاڼه وجدانه
له خپل ړانده شهوت نه
او له دی ښار نه چی د تن د ازادئ نجونې یې
په خپل ذهنیت کی ارګاسم ته رسي
له ځانه وېره لرم
له هغه درد نه چی په ژوند او په شفا بدل شو
له هغه مرګ نه چی د ژوند آغلی هیلې یې په لاس کی راکړې
له وچو غرونو نه چی غیږ راکوی
او ددی ښار د زندانونو تقوا
او زموږ د کلی فاحشه چی باکره وخته