ليکوال څنګه شهرت تر لاسه کوي؟

 

ژباړه:  ګل رحمن رحماني

ليکوالي کوم ارام او بې ستړيا کار نه دى، له ليکنې سره پر تلپاتې اړيکه ټينګار د ليکوال لپاره ګران برېښي، دا چاره کله له اسرارو ډګه وي او کله هم يوې روږدېدنې ته ورته کېږي چې کېدى شي ستاسې ارام هم ګډوډ کړي.

يو داستان ليکونکي يا کيسه ليکوال بايد د زيات شهرت تر لاسه کولو په موخه تر هر څه وړاندې د زيات او بيا بيا ليکلو هوډ ولري، نه دا چې يوازې د ليکلو د لېوالتيا او انګيزې له مخې داستان ليکنې او يا کوم بل ژانر ته مخه کړي.

په ليکوالۍ کې دا اړينه ده چې تاسې د ليکنې لپاره په ځان کې يو رښتينى هوډ ژوندى کړى، دې هوډ او ارادې ته بايد ورځ  تر ورځې په خپل ځان کې وده ورکړئ او هر وخت ورسره اړيکه وپالئ، ځکه بې پالنې يې مرګ او ستاسې د ليکوالي ټکني کېدل حتمي دي.

يو ليکوال وايي، ليکوال اړ دى چې بيا بيا ليکنه وکړي، د ليکوالو ستونزه همدا داده چې ددې چارې لپاره خپله ژمنتيا نه شي پاللى، کله کله ليکوال د ليکنې له لارې د خپلې ليکوالۍ سلامتيا تضمينوي او ددې لپاره ليکنه کوي چې سالم پاتې شي.

ګڼ ليکوالان عقيده لري چې ليکوالي يوه سوداګري او ستره پانګونه ده، ته بايد يو داسې څه  وليکي چې له هغه نه خوند اخلې، د پيسې انګيزه په يوازې ډول نه شي کولى چې د زيات وخت لپاره ستاسې ذهن او خلاقيت د يوه اثر د ليکلو لپاره بريالى کړي.

کله هم ددې امکان شته چې د بېلابېلو ادبي ژانرونو او بڼو څخه تر لاسه کړى حاصل تاسې ته دا وسوسه در واچوي چې يوې ځانګړې برخې ته يې ميلان پيدا کړى، ځينې دا ډول ليکوالان څلور چنده، پنځه، شپږ او يا اووه چنده حاصل تر لاسه کوي.

د ځينو تصور هم دادى چې ممکن د روماني اثارو په ليکلو سره زياتې پيسې تر لاسه کړئ، خو له دې ټولو هېڅ هم له دې حقيقت مهم نه دي چې په ليکنه کې تر هغو برى نشته چې څو يې په خپله ټوله لېواليتا له زړه ونه ليکي.

د ليکوال لپاره ټولې هغه تجربې چې د هغه په درون او څه هم په بهرنۍ نړۍ کې ورسره مخ کېږي، ارزښتمن اثار  ګڼل کېږي، د هغه او د ليکوالۍ په پروسه کې يې شمېرل کېږي. ځينې ليکوال ظاهرا ډېر ساده ژوند لري، خو دروني نړۍ يې له عجيبه رنګارنګيو او ښکلا ډکه وي.

د يوه بريالي ليکوال له ځانګړتياوو څخه مهمه داده چې زده کړه کوي او چلند يې د مسلکي يا حرفوي  ليکوالو غوندې وي. په ليکنه کې حرفوي  والى په دې مانا نه دى چې د همغه پيل له شېبې نه په يوه ساه ټول وخت کار وکړي.

زموږ موخه داده چې د ليکلو په چاره کې له همغه پيل نه منظم او ژمن وي، ذهن او فکر يې د ليکنې په اړه منسجم کړي او د يوه نظم او ځانګړي پروګرام له مخې له ليکوالۍ سره مخ شي.

ليکوالې اليزايبت دوک په پرلپسې او ډېره ليکنه کې ښه نوم ګټلى، هغه د خپل شخصي ژوند په اړه وايي:((شايد چې د ژوند ظاهري بڼه مې ډېره هيچان لرونکې او پاروونکې نه وي، خو کله چې د خپل کمپيوټر شاته کېنم، نو داسې شخصيت پيدا کوم لکه يوه ځوانه نجلۍ چې د بېلابېلو سرګرميو په لټه وي.))

ځينې نورو ليکوالوانو هم دا نظر ورکړى چې بريالى رومان ليکوونکى هغه دى چې ژوند يې د خپلو شخصي خوبونو انځور وي.د هلن شلتون د رومان ليکونکى ددې صفت کوي چې پلټونکي حس يې څنګه د واقعيت رنګ خپل کړ.

هغه د الوتکي د لوېدو او سړي تښتونې له پېښو ژوندى پاتې کېږي، يوه شپه له ماښامه تر سهاره تر پله لاندې خوب کوي، له ګڼو نورو خطرناکو پېښو سره هم مخ کېږي.

د زياتو او اوږدو ليکنو کول له بې نظمه خورو ورو او بې پلانه ليکنو غوره دي. بې نظمه ليکنې ددې سبب ګرځي چې تاسې په خپله ليکوالۍ کې لاره ورکه کړي او د ليکنې لپاره يوه اړينه انګيزه له لاسه ورکړى، په پلان او منظم پروګرام پرته ليکنه بې ګټې ده.

همچنین شاید مطالب زیر مورد پسندتان باشد...

افزودن یک دیدگاه

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *